د بغلان د اقتصاد ریاست مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې په تولیدي، ودانیز او لوژستیکي برخو کې ۳۷۷ شرکتونه فعال دي.
د بغلان د اقتصاد رییس ویلي چې ددې شرکتونو له ډلې ۱۳ د کرنیزو تخمونو، ۱۸ د اوړو د تولید، ۲ د اوبو د تولید، درې د غیرالکولي مشروباتو، ۱۴ د یخ د تولید، ۲ د غوړو د تولید، ۲ د پلاستیک جوړونې، ۲ د لبنیاتو، ۳ د مالګې د تولید، ۴ د لاسي توکو د تولید او ۲۹۵ نور یې په ودانیزو، ټرانسپورټي او لوژستیکي برخو کې پر فعالیت بوخت دي.
په دې شرکتونو کې زرګونه تنه پر کار بوخت دي.
له بلې خوا، د بغلان اوسېدونکو ویلي چې د خصوصي سکټور په لا پیاوړتیا د وزګارتیا کچه کمېدلی شي.