د بغلان د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ویلي چې ددې ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د نږدې ۵۰۰ زرو افغانیو په ارزښت د دوو زرو ټنو ګچو د استخراج چارې پیل شوي دي.
د بغلان ځایي مسوولینو ویلي چې ددې کان هوکړه لیک له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شوي.
د بغلان د کانونو او پټرولیم ریاست رییس زیاته کړې چې بغلان د ګچو کانونو له اړخه یو بډایه ولایت دی چې د مرکزي بغلان سربېره نهرین او اندراب ولسوالیو کې یې ۵ فعال کانونه شته. نوموړي له پانګوالو او متشبیثونو غوښتي چې د قانوني کېندنې له اړخه پر خپلو کانونو پانګونه وکړي.