حماس جهادي غورځنګ په غزه کې د صهيونېست رژيم د جګړې پای ته رسېدو د نوې وړاندې شوې طرحې مخالفت کړی دی.
د رويټرز د راپور له مخې، د مصر او قطر منځګړو حماس جهادي غورځنګ ته په غزه کې د صهيونېست رژيم د جګړې پای ته رسېدو نوې طرحه وړاندې کړې؛ خو د ياد غورځنګ يوه لوړپوړي چارواکي د دې طرحې دوه برخې نه دې منلې.
د راپور له مخې، د دې طرحې په يوه پړاو کې د ياد رژيم له لوري د حماس د بېوسلېکېدو غوښتنه هم شوې، چې سخت غبرګون یې راپارولی دی.
رويټر دغه راز د سامي ابوزهري په حواله ليکلي، چې د اوربند هر ډول تړون باید په غزه کې جګړه پای ته ورسوي او له دې سیمې څخه د اسراييلو يرغلګر په بشپړ توګه ووځي.