ډېر لوستل شوي

سټیفن: افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره تر بل هر وخت ښه زمينه برابره شوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د برخې مسوول نیکولاس سټيفن د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې ويلي، په افغانستان کې د ماین پاکۍ د پروګرامونو په پلي‌کېدو تر هر بل وخت ښه امنیتي زمينه برابر شوي دي.

نيکولاس سټيفن د ماينونو او ناچاودو توکو تر ټولو ډېر قربانيان ماشومان ښودلي او په دې برخه کې د عامه پوهاوي ته په جدي پاملرنې ټينګار کړی دی. ياده دې وي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ د برخي مسوول د ماینونو او ناچاودو توکو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او تسلیت هم څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه