د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په تېر يو کال کې په فارياب ولايت کې ۱۸۵ زره او ۱۱۱ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي.
يادې ادارې د دې ولايت د احصايې او معلوماتو رياست له مخې ويلي، په دې کې ۱۰۱ زره او ۹۲۱ يې برېښنايي او ۸۳ زره او ۱۹۰ يې کاغذي پېژندپاڼې شاملې دي.
د احصايې او معلوماتې ملي ادارې وياند محمد حليم رافع وايي، چې دغه راز په دې موده کې ۱۶ زره او ۳۴۶ کسانو ته د ژوند پېښو (زېږېدنو، مړينو، ودونو او طلاق) د ثبت خدمتونه وړاندې کړي او ۱۷ زره ۳۷۳ نورو ته د پېژندپاڼو د سمون خدمتونه وړاندې شوي دي. د فارياب د احصايې او معلوماتو رييس مولوي عبدالباري انقيادي د دې ولايت مېشتو ته ډاډ ورکړی، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګې فعاله دي او په وينايې؛ په نورماله توګه هېوادوالو ته په اړوند برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.