ډېر لوستل شوي

لښکرګاه کې د بدري اطفايې مسوولينو په همت د اور لمبې سړې شوې

۲۱۵ عزم قول اردو د لومړي پلي بدري لواء د اطفايې امريت د هلمند په لښکرګاه کې رامنځته شوې اورلګېدنه مهار کړه.

د يادې قول اردو د رسنيو دفتر وايي، دغې پیښې ځاني زيانه نه درلود او سيمې ته د دې ټيم د مسوولينو پر وخت رسېدنه د دې لامل شوې چې د پراخه مالي زيان مخه ونيسي.

د معلوماتو له مخې، ياده اورلګېدنه تېره شپه د هلمند په مرکز کې د يوه سوداګريز مارکېټ ته څيرمه رامنځته شوې وه.

اړوند خبرونه