له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي د ماین خطرونو د نړیوالې ورځې د نمانځغونډې پر مهال په افغانستان کې د پاتې ماينونو په پاکولو کې د نړيوالو پر ملاتړ ټينګار کړی دی.
ښاغلي ترابي پر نړيوالو غږ کړی، چې په هېواد کې د ماينونو د شنډولو په برخه کې همکاري وکړي.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ماين چاودنو له امله په منځني کچه هره مياشت له ۵۰ تر ۶۰ کسانو پورې خپل ژوند له لاسه ورکوي. له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې سرپرست نړيوالو ته په اړوند برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ترې غوښتي دي، چې په ياده برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.