ډېر لوستل شوي

په مالیزیا کې افغان سفارت د تعلیمي همکارۍ او د اسلامي څېړنو پر پراختيا خبرې کړې

د ماليزيا په کوالالمپور کې د افغانستان سفارت سرپرست نقيب‌الله احمدي د ياد هېواد د پرمختللو اسلامي زده‌کړو د نړيوال انسټېټيوټ مشر او د پوهنې پخواني وزير ډاکتر مزلي ملک سره کتلي دي.

ياد سفارت وايي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعليمي همکاريو، اسلامي څيړنو او د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې شوې دي.

دغه راز په دې ناسته کې، د اکاډمیکو او با نفوذه شخصیتونو ترمنځ د اړیکو او د متقابلو سفرونو پر فرصتونو هم خبرې شوې دي.

اړوند خبرونه