د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان له نوي رييس ټیټي هیبا اکاري سره د پېژندنې ناسته کړې ده.
ياد وزرات وايي، په دې ناسته کې دواړو لوریو د غوره کار د ترویج، کارموندنې، د فني او حرفوي زدهکړو په پراختیا، د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو او د کار بازار د لا ښهوالي په تړاو خبرې شوې دي.
ښاغلي عمري په هېواد کې د بېروزګاري کچې په راټيټوالي، ځوانانو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو او له هېواده بهر په قانوني توګه د افغان ماهرو کاريګرو د لېږ زمينې په برابرولو کې ژمنه کړې ده.
دغه راز په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان رييس افغان وګړو ته د اسانتياوو برابرېدو په برخه کې له ياد وزارت سره د کار اړوند برنامو او د اړتيا وړ نورو برخو کې د خپلې اړيکې په پراخېدو ټينګار کړی دی.