ډېر لوستل شوي

کندهار کې د نشه‌يي توکو پر ضد پراخ عملیات؛ ۱۲ تورن کسان ونیول شول

د نشه‌يي توکو په وړاندې د کندهار امنيه قومانداني د مبارزې مديريت په مرکز او يو شمېر حوزو او ولسواليو کې ۸۱ عملياتونه کړي دي.

د يادې قومانداني د رسنيو دفتر وايي، چې د دې عملياتو په ترڅ کې ۸۸.۵ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت، ۰.۵ نيم جريبه ځمکه د بنګو له کښت پاکه شوې او ۱۲ تورن کسان نيول شوي او دغه راز ۹ نوري قضيې ثبت شوې دي.

د کندهار د قومانداني د رسنيو دفتر له مخې، په دې لړ کې ۶ ټليفونونه ضبط شوي او ۹۳ تنه په نشه‌يي توکو روږدي کسان راټول شوي او اړوند روغتيايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

اړوند خبرونه