ډېر لوستل شوي

اداري اسانتياوو کې بل ګام؛ د پوهنې وزارت او د اصلاحاتو ادارې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او پوهنې وزارت ترمنځ د ساده شويو اداري پروسو د پلي کېدو هوکړه ليک لاسليک شو.

په دې ناسته کې د چارو ادارې لوی رياست مرستيال مولوي سيف الدين تائب ويلي، چې د حکومت په ټولو برخو کې يې اداري پروسې ساده کړې، خلکو ته يې اسانتياوې رامنځته کړې او د وخت د ضايع کولو او د بې‌ځايه لګښتونو مخه يې نيولي ده.

دغه راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې عمومي رييس شيخ محمد طاووس طارق ويلي، چې په ۱۳ وزارتونو کې د ملکي خدمتونو ۹۴۲ پېچلي اداري پروسې ساده شوې او د روان کال تر پايه به په ۲۵ وزارتونو او خپلواکو ادارو کې پېچلې پروسې تثبيت او وروسته به يې د ساده کولو عملي بهير پيل شي. ياده دې وي، چې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د حکومت د اداري بهیر د اصلاح او اغېزمن کولو لپاره هڅې چټکې کړې دي.

اړوند خبرونه