د حماس جهادي غورځنګ پوځي څانګې القسام په يوې ويډيوې کليپ کې صهيونېست رژيم ته ګواښ کړی او ويلي دي، چې له دې جهادي غورځنګ سره د يرغملو لپاره د ښخولو ځايونه چمتو کړي.
ياد غورځنګ په دې ويډيو کې اشغالګر رژيم ته په ټينګار زياته کړې، چې ډېر ژر به يې دغه برمته شوي کسان په تورو تابوتو کې ور ولېږي. د حماس جهادي غورځنګ د السقام پوځي څانګې ګواښ په داسې مهال کېږي، چې د صهيونېست رژيم لومړي وزير بنيامنين نتانياهو له دوی سره د فلسطيني بنديانو په تړاو د اعدام پرېکړه لاسليک کړې ده.