د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی په مشرۍ د تېرې ځانګړې غونډې د ۱۳ پرېکړو د تطبیق اړوند کاري راپورونه وړاندې شوي دي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه؛ تر څو هغه ځمکې چې امارتي دي او د ښاري پلان ځینې چارې پکې ترسره شوي، بیاځلې وارزوي او پر هېوادوالو یې د وېش په پار ورته ځانګړې کړنلاره چمتو کړي.
همدا راز یاده کمېټه مکلفه شوې وه څو د هغو استوګنیزو ښارګوټو لپاره چې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري امارتي ثابت شوي، هراړخیزه کړنلاره ورته جوړه کړي چې له مخې یې د ښاري پلان مطابق هېوادوالو ته د ابادۍ په موخه ورکړل شي.
ګومارل شوې کمېټې هم د یادې پرېکړې د لومړي او دویم بند لپاره هراړخیزه کړنلاره جوړه او د اقتصادي کمېسیون نننۍ ځانګړې غونډې ته یې وړاندې کړې ده. یادې کمېټې همدا راز په شخصي ځمکو کې د ابادۍ او ودانیزو چارو ترسره کولو په برخو کې د پام وړ اسانتیاوې راوستې دي.
یاده دې شي چې دې غونډې ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې ناسته کې د شویو ۱۳ پرېکړو د تطبیق په اړه اړوندو وزارتونو او ادارو خپل کاري راپورونه او جوړې شوې کړنلارې هم وړاندې کړي دي.
ویل کیږي چې دغه کاري راپورونه او کړنلارې به د منظورۍ په موخه له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی سره شریکې شي.