ډېر لوستل شوي

د سترې محکمې پلاوی هلمند ته رسېدلی

 د افغانستان اسلامي امارت قاضی القضاة او د ستري محکمې رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني، د یادې محکمې نظامي مرستیال شیخ خیرجان خیرخواه او نور مسوولین هلمند ته تللي دي.

 د سترې محکمې غړو د هلمند له مسوولینو سره په ناسته کې د قضایي چارو د هراړخیز وضعیت تر ارزونې او معلوماتو وروسته د اسلام په رڼا کې د حدودو او تعزیراتو د شرعي حیثیت په اړه خبرې اترې کړي دي.

قاضی القضاة د محاکمو د مسوولینو مسوولیتونو ته اشاره په اشارې ویلي چي د اسلامي احکامو د تطبیق برخه کي باید ټول اړوند مقررات په نظر کې ونیسو ترڅو شفافیت تضمین او د احکامو تطبیق شونی کړي.

د هلمند والي راغلي پلاوي ته هرکلی ویلي او په ټولو اړوند برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه