د غزني ښاروالۍ د دغه ولایت لپاره ستراتیژیک پلان نن رسما د کور او ښار جوړولو وزارت له مرستیال شیخ مدارعلي کریمي سره لاسلیک کړی دی.
ویل کیږي چې دغه پلان به په راتلونکو لسو ورځو کې بشپړ شي.
د غزني ښاروالۍ مسوولینو ژمنه کړې چې غزني کې به دا ستراتیژیک پلان د مسلکي او باتجربه کادرونو په مټ پلی کوي.
د غزني ښاروالۍ وړاندې ویلي چې په تېرو څو لسیزو کې غزني ته ستراتیژیک پلان نه و جوړ شوی او دا لومړی ځل دی چې دا ولایت له ستراتیژیک پلان څخه برخمنیږي.