د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يوناما وروستۍ څرګندونې، چې پکې د قصاص شرعي حکم د ژوند د حق سره په ټکر کې ګڼل شوی، غيرمسوولانه او له اسلامي احکامو څخه ناخبره بللې دي.
د یاد وزارت د رسنيو او عامه اړيکو مسوول حافظ ضياءاحمد تکل په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د اسلامي امارت د محاکمو قضايي پروسه د درېګونو محاکمو (ابتدائيه، مرافعه، تمیز) له لارې ترسره کېږي او تورن ته حتی په لومړيو کې د دفاع بشپړ حق هم ورکول کېږي.
د بهرنيو چارو وزارت زياتوي، چې د يوناما دا ډول څرګندونې، چې پکې د قصاص شرعي حد د تعليق غوښتنه شوې، چې نه يوازې د يو اسلامي حکم سره په ټکر، بلکې دا کار د يوناما د نړيوال ماموريت له چوکاټه وتلی او د نه منلو وړ عمل دی.
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له يوناما غوښتي، چې له دې وروسته دې د اسلامي ارزښتونو او احکامو په هکله له اظهار نظر کولو ډډه وکړي، ځکه دا ډول څرګندونې نه يوازې د دوی د ماموريت خلاف دي؛ بلکې د اسلامي ټولنې له اعتقادي ارزښتونو سره هم ټکر لري.