د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد له پاکستانه د افغان کډوالو په جامه کې افغانستان ته د داعش خوارجو د لېږد په تړاو اندېښنه ښودلې.
ښاغلي خليلزاد دغه څرګندونې نن (چهارشنبه، وري ۲۷مه) په خپل اېکس پاڼه کړې دي. د خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو اونیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اېستلو لړۍ پراخه شوې ده.