ډېر لوستل شوي

محمد صادق خان: ښایي نږدې ورځو کې مو د لومړي وزیر مرستیال کابل ته راشي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمیټې مشر او د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ناسته کړې ده.

دې کتنه کې مولوي امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ په یو لړ مسایلو په ځانګړې توګه له پاکستانه په جبري توګه د افغانانو پر اېستلو خبرې اترې کړي.

ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه باید خپلمنځي مسایل د باور فضا کې د خبرو اترو له لارې حل او له ټولو هغو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي چې د ولسونو د خپګان او احساساتو د پارونې لامل ګرځي.

 په دې کتنه کې د پاکستاني پلاوي مشر محمد صادق ویلي، چې دواړه ګاونډي هیوادونه په خپل منځ کې ژورې اړیکي لري او باید پر راپورته شویو ستونزو غور وشي.

نوموړي همداراز ویلي، چې  په نژدې راتلونکي کې به د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر  محمد اسحاق ډار کابل ته سفر وکړی.

یاده دې شي چې د محمدصادق خان په مشرۍ یو پلاوی نن کابل ته راغلی دی.

اړوند خبرونه