ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې سل ناچاوده توکي له منځه وړل شوي

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې ددې ولایت له بېلابېلو سیمو شاوخوا سل ناچاوده توکي راټول شوي دي.

دا ناچاوده توکي د هيلو ټرسټ ماين پاکۍ په همکارۍ راټول او له منځه وړل شوي دي.

د ننګرهار ځایي مسوولینو ویلي چې دغه ناچاوده توکي د صنعتي فابریکو له شاوخوا راټول شوي دي. مسوولینو ویلي چې ددغو ناچاوده توکو د چاودېدو شونتیا وه.

اړوند خبرونه