ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې يو وسله‌وال دوکه باز غل ونيول شو

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ امنيه قومانداني منسوبينو د شيخ مصري په سيمه کې يو وسله‌وال دوکه باز غل د غلا پر مهال نيولی دی.

د ياد ولايت د امنيه قومانداني وياند سيد طيب حماد وايي، دغه کس د مجاهد له نومه په ناوړه کارونې له خلکو قيمتي ټليفونونه او پيسې اخېستې، چې امنيتي ځواکونو له يو ميل کلاشينکوف سره يو ځای نيولی دی.

د نوموړي په وينا، چې نيول شوي کس خپل جرم منلی او تر لومړنيو پوښتنو وروسته به رسمآ عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه