د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له کبله یوې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپیان دي.
دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې غورۍ له کبله رامنځته شوې ده.
یاده دې شي چې سیمې ته مسوولین پر وخت رسېدلي او ټپیان یې د درملنې په پار روغتونونو ته لېږدولي دي.
د ننګرهار د ټرافیکو مدیریت له ټولو موټرچلوونکو غوښتنه کړې چې د تګ راتګ پر مهال ټرافیکي اصول په پام کې ونیسي.