ډېر لوستل شوي

نورالدين عزيزي د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته په رسمي سفر ولاړ.

ياد وزارت د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزيټ او ترانسپورټ په برخو کې د شته ستونزو ارزونه او په ياد هېواد کې مېشتو افغان کډوالو اړوند ستونزو ته د حل لارې موندل ښودلي دي.

د ويلو ده، چې په دې پلاوي کې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ، د ادارې چارو د پانګونې د اسانتیا ریاست، د بهرنيو چارو، ماليې، کډوالو او راستنېدونکو چارو، ترانسپورټ او هوايي چلند، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو استازي او دغه راز د کرنیزو تولیداتو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي شامل دي.

اړوند خبرونه