د ملي دفاع وزارت ۲۰۷ الفاروق قول اردو د دويمې لواء منسوبينو د غور د تيورې ولسوالۍ د کشک سپين په سيمه کې د يو شمېر وسلې او پوځي تجهيزات کشف او ضبط کړي دي.
د يادې قول اردو د رسنيو دفتر وايي، چې د دويمې لواء د درېيم کنډک منسوبينو دوه کلاشينکوفونه يوه جوړه پوځي يونيفورم، يوه پوځي پرتله او درې د کلاشينکوف شارژونه ضبط کړي دي. ملي دفاع وزارت تل هڅه کړې، چې وسلې او پوځي تجهیزات د قانوني ادارو تر ولکې لاندې راولي او نا امنيو مخه ونيسي.