د ميدان وردګو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رياست محستبينو په نرخ ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په همغږۍ يوه مېرمن له شپږ کلن ظلم او بېعدالتۍ ژغورلې ده.
د ياد رياست د رسنيو دفتر وايي، چې د يادې مېرمن خاوند ته د شریعت په رڼا کې لازمې لارښوونې وشوې، چې په پايله کې يې خپلې ټولې تېروتنې ومنلې او بخښنه يې غوښتې ده. په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاستونه هڅه کوي، چې د ټولنیزو ستونزو، کورني تاوتریخوالي او ناعادلانه چلندونو مخنیوی وکړي.