د احصايې او معلوماتو ملې ادارې په تېر يو کال کې په کندهار کې ۲۳۴ زره او ۸۹۷ هېوادوالو ته پېژندپانې وېشلې دي.
يادې ادارې د کندهار د احصايې او معلوماتو رياست د راپور له مخې ويلي، چې له دې ډلې ۱۸۹ زره او ۱۳۸ يې برېښنايي او ۴۵ زره او ۷۵۹ يې کاغذي پېژندپاڼې دي.
دې رياست دغه راز په دې موده کې ۲ زره او ۹۶ کسانو ته د ژوند پېښو (زېږېدو، مړينو او طلاق) د ثبت خدمتونو ترڅنګ، ۱۷ زره او ۷۴۰ نورو کسانو ته په پېژندپاڼو کې د سمون خدمتونه هم وړاندې کړي دي. د کندهار د احصايې او معلوماتو رییس مولوي سید نور احمد سعید وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګې فعالې دي، چې په دې سربېره غوښتونکو ته د مثنی پېژندپاڼو وېش خدمتونه هم وړاندې کوي.