ډېر لوستل شوي

افغان ابدالیانو ته ۲۰۴ منډې هدف کېښودل شو

افغان ابدالیانو کرېکټ لوبډلې د اکسپلور افغانستان درې اړخیزې لوبلړۍ په روانه لوبه کې د ایرلنډ پر وړاندې غوره توپ اچونه ترسره کړې ده.

افغان ابدالیانو د سیالې ایرلنډ الف لوبډلې ټول لوبغاړي په ۲۰۳ منډو له ډګره بهر کړل او یادې لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۲۰۴ منډو هدف کېښود.

 د افغان لوبډلې په ګټه قیس احمد ۳، فرمان الله ساپي او شرف الدین اشرف ۲-۲، عبدالمالک، نوید ځدراڼ او خلیل احمد یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغان لوبډله به د یاد هدف په تکل ډګر ته ښکته شي.

اړوند خبرونه