ډېر لوستل شوي

بلال کریمي: چین له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته لیواله دی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په بیجېنګ کې د اسلامي امارت له لوی سفیر مولوي بلال کریمي سره کتلي دي.

کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د اقتصادي فعالیتونو، پانګونې، د واخان بندر د فعالولو او له راستنېدونکو سره د مرستو په تړاو خبرې اترې شوي دي.

دې ناسته کې چین کې افغان سفیر د دواړو هېوادونو اړیکو ته په اشاره ویلي، چین له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته لیواله دی.

ورته مهال مولوي عبدالکبیر د کابل او بيجینګ ترمنځ د شویو هوکړو په پلې کېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت غواړي، له ټولو هېوادونو او په ځانګړي ډول له بیجېنګ سره غوره اړیکې ولري.

اړوند خبرونه