په انقره کې د اسلامي امارت د لوی سفارت سرپرست محمد زبير ودان، د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسيا هېوادونو له مرستيال ښاغلي سعدالدين آييلدېز سره کتلي دي.
په دې کتنه کې محمد زبیر ودان له ښاغلي آييلدېز سره د انقرې ـ کابل د ډیپلوماټیکو اړيکو پر پراختيا ټينگار کړی او همدارنګه یې ترکیه کې د افغان زندانیانو د لېږد او د وېزو د اسانتیا غوښتنه کړې ده.
همداراز د افغانستان او ترکيې ترمنځ د سوداگرۍ، ترانزيت او فرهنگي برخه کې د گډ کمېسيون د جوړېدو په اړه هم خبرې وشوې.
یاده دې شي چې ښاغلي سعدالدین آییلدیز د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د پراخېدو، د زندانيانو انتقال، د ويزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو او د دوه اړخیز گډ کمېسيون د جوړېدو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.