د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې سبا (جمعه، د وري ۲۹مه) د سختو بارانونو او واورې ورېدو اټکل کړی دی.
دغه وړاندوېنه د سالنګونو په ګډون د بدخشان، تخار، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، کندوز، بلخ، سمنګان، سرپل، غور، بادغېس او هرات ولایتونو لپاره شوې ده.
بل پلو، د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد ځینو برخو کې د سېلابونو د راوتلو او د اوبو د کچې د زیاتېدو اټکل کړی دی.