ډېر لوستل شوي

د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره د نورالدین عزیزي ناسته

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزی په مشرۍ، د اسلامي امارت پلاوي د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره کتلي دي.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي چې دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په پاکستان کې د ميشت افغان کډوالو د پتمن ستنيدو، د سوداګرۍ ودې، او د ټرانزیټ پر اسانتیاوو خبرې اترې کړي دي.

دې کتنه کې د اسلامي امارت پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا، د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره مهمه بللې او د صادراتو او وارداتو په برخه کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کړې ده.

یاده دې شي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست د یوه پلاوي په ملتیا اسلام اباد ته تللی دی.

اړوند خبرونه