ډېر لوستل شوي

نورالدین عزيزي اسلام اباد کې له مېشتو افغان سوداګرو سره کتلي

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په اسلام اباد کې له مېشتو افغان سوداګرو او کډوالو سره کتلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې ښاغلي عزیزي په دې کتنه کې د اسلامي امارت له لوري د افغان کډوالو  پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانان دې په خپله خوښه راستانه شي او د ژوندانه اړینې اسانتیاوې دې ورته چمتو شي.

وزارت وړاندې لیکلي چې سرپرست وزیر دې کتنه کې د اسلامي امارت له لوري د افغان کډوالو  پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانان دې په خپله خوښه راستانه شي او د ژوندانه اړینې اسانتیاوې دې ورته چمتو شي.

یاده دې شي چې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی دی.

اړوند خبرونه