کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کتنه کې د خپل هېواد له لوري هغه پرېکړه اورولې چې له مخې یې اسلامي امارت له بندیز سره د مخ ډلو له نوملړه اېستل شوی دی.
ښاغلي ژیرنوف یاده پرېکړه د کابل او مسکو ترمنځ اړیکو کې د پام وړ پرمختګ بللی.
همداراز، ښاغلي وزیر څرګنده کړې چې له یادې پرېکړې سره د دواړو هیوادونو تر منځ د لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو په مخ کې پروت وروستی خنډ هم له منځه تللی دی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روسیې فدراسیون د حکومت د دې ګام ستاینه او مننه کړې ده.
یاده دې شي چې د قزاقستان په ګډون ځینو هېوادونو لا پخوا اسلامي امارت له ممنوعه نوملړه ایستلی و.