ډېر لوستل شوي

د مسکو زړور اقدام؛ ګټې، اغېزې او  نورو هېوادونو ته یې الهام بښنه

د روسيې سترې محکمې پرون پنجشنبه په یوه بېساري اقدام کې د اسلامي امارت نوم له بندیز سره د مخ ډلو له لړۍ اېستلی دی. مسکو له قرغزستان او قزاقستان وروسته درېیم هېواد شو چې په دې اقدام لاس پورې کوي. موږ په دې هراړخیزه شننه کې ددې ډيپلوماټيکې هڅې پر اغېزو، دوه اړخیزو همکاریو، نورو هېوادونو ته پر الهام بښنې او په ټوله کې ددې اقدام پر ګټو او شالید غږېدلي یو.

د روسیې د سترې محکمې قاضي اولګ نفدوف یاد حکم اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا پرېکړه سر له اوسه د تطبیق وړ ده؛ خو کابل کې ددې پرېکړې ابلاغ د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې د روسیې د سفیر له خوا شوی.

که څه هم له روسیې سره د اسلامي امارت ډيپلوماټيکې او دوه اړخیزې اړیکې نوې نه دي او دې هېواد لا دمخه ویلي و چې له ممنوعه ډلو د اسلامي امارت پر اېستني غور او بحث کوي. دا د تمې وړ وه چې مسکو به یوه ورځ دا پایله اعلانوي. له روسیې دمخه قرغيزستان او قزاقستان په پوره زړورتیا د اسلامي امارت نوم له دې ډلو اېستلی و. دوی ویلي وو چې دا اقدام یې د افغانستان ځمکنیو واقعیتونو او د اسلامي امارت د معتدل سیاست په ځواب کې اخیستی.

د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د سیمې او نړۍ په ګڼو هېوادونو سربېره د مسکو ـ کابل اړیکې هم بېسارې وغوړېدې. د اسلامي امارت پلاوو ته په نړیوالو او سیمه ییزو ناستو کې ځای ورکړل شو، د اسلامي امارت د پلاوو هرکلی وشو، سفیر یې ومنل شو، په نړیوالو غونډو کې د اسلامي امارت ملاتړ وشو، سوداګریزې اړیکې یې پراخې شوې او همدارنګه کابل ته د روسیې د لوړپوړو چارواکو راشه درشه زیاته شوه. ان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ومنله چې اسلامي امارت د افغانستان یوازینی ځواک او دا ځواک د افغانستان پر ټولې جغرافیې حاکم دی. همدارنګه د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو د تېر کال په نومبر کې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی و.

د مسکو په دې نوملړ کې کومې ډلې شته او اسلامي امارت یې کله برخه شو؟

د روسیې د ترهګرۍ ضد ملي کمېټه ټولې هغې وسلوالې ډلې څاري چې په خپل هېواد کې یا په سیمه کې فعالیتونه کوي. له دې کمېټې سره تر اوسه شاخوا ۳۵ سازمانونه شته چې ډول ډول بندیزونه یې پرې لګولي دي. د اسلامي امارت(هغه وخت طالبانو غورځنګ) له راټوکېدو سره روسیې دا غورځنګ محکوم کړ او په ۲۰۰۳ میلادي کال کې یې په رسمي توګه دې نوملړ کې اضافه کړ چې دا دی له نږدې ۲۲ کلونو وروسته ترې ايستل کېږي. د روسیې پالیسي دا ښیي دا هېواد په ټوله کې هغه مقاومتي او پوځي غورځنګونه ددې لېست برخه ګرځوي چې خپلې شاوخوا او یا په سیده توګه ترې خپل کورني امنیت ته خطر ویني. داعش خوارج، القاعده، اسلامي جهاد، د مصر اخوان المسلمین، حزب التحریر اسلام، لشکر طیبه، د ترکستان اسلامي غورځنګ، هیئت تحریر الشام او نور هغه غورځنګونه او سازمانونه دي چې لا هم له روسیې سره په ممنوعه لیست کې شامل دي. د روسیې د فدرالي استخباراتو اداره او عدلیې وزارت یې په ګډه کار کوي او ددې غورځنګونو شتمني کنګلوي، تبلیغاتي هلې ځلې یې محکوموي او هر ډول مالي راکړه وررکړه ورسره تړي. ښايي د دغو ډلو غړي تر عدلي څار لاندې  راشي او یا هم زندان ته واچول شي. مسکو په ټوله کې خپل امنیتي لومړیتوبونه په پام کې نیسي او د هغو ډلو څار ډېروي چې په سیده توګه د دوی امنیت، د سیمې امنیت او د منځني اسیا هېوادونه ګواښي. په دې اقدام سره په پوره زړورتیا ویلی شو مسکو دا درک کړې چې اسلامي امارت د هېچا په زیان نه دی او د مسکو په ګډون له سیمې او نړۍ سره د ښو، د نه‌زیان او په دوه اړخیز درناوي د ولاړې ښکېلتیا غوښتونکی دی.

ددې اقدام ګټې او اغېزې

د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم حذفونې په رسمي ډول هغه قوانین له منځه یووړل چې د مسکو او کابل ترمنځ یې خنډونه رامنځته کول. له دې سره ټول هغه خنډونه له منځه لاړل چې له اسلامي امارت سره یې قانوني او ډيپلوماټيکې ملاحظې رامنځته کولې. له دې سره به روسي شرکتونو ته دا زمینه برابره شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، د روسیې بازار د افغاني توکو لپاره پرانیزي، د انرژۍ په واردولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او ښايي تر کلونو ځنډ وروسته د کابل او مسکو ترمنځ مخامخ الوتنې بیا پیل شي. دا چې افغانستان اوس د روسیې د ګازو او نفتو ستر بازار دی، ښایي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارد ډالرو ته لوړه شي.

د مسکوـ کابل ګډې ګټې او مشترکات

باید په زغرده ووایو چې د افغانستان جغرافیه د اسیا او نړۍ پر پېښو او تحولونو پوره اغېز لري او د افغانستان جیوپولټیک جوړښت، سیمه او نړۍ په خپله همکارۍ او نرمۍ ته رابولي. د سیمې هېوادونو او نړۍ هم دا حقیقت درک کړی؛ ځکه یې زیاتره وخت د کړکېچ پرځای مفاهمې ته غاړه ایښې او افغانستان یې هم هرکلی کړی. په ځانګړې توګه روسیې خو د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان پر پېښو ځاګړې اغېزه لرلې ده. له دې ورهاخوا افغانستان په تېر کې تر ډېره وخته پورې د وخت د روسیې او بریټانوي هند ترمنځ د بفر زون حیثیت هم درلوده. وړاندې مو وویل چې افغانستان اوسمهال د روسیې د انرژۍ ستر پېرودونکی هېواد دی او یاد هېواد هم اړ دی چې له اروپا او اوکراین سره تر کړکېچ وروسته د خپلې انرژۍ د پلور په پار پر بدیل غور وکړي. له دې ورهاخوا د داعش خوارجو ښکارنده ده، چې اسلامي امارت یې پر وړاندې په ټول توان ودرېد او په تمامه معنا یې له پښو وغورځاوه؛ خو دا په دې معنا هم نه چې دا ښکارنده له منځه تللې، بلکې ددې ښکارندې تولید د سیمې په ځینو هېوادونو کې کیږي چې اوس او راتلونکې کې د روسیې په ګډون ټوله سیمه ګواښلی شي. که مو په یاد وي، د تېر کال په مارچ کې دې ډلې په مسکو کې د یوه خونړي برید مسوولیت ومانه او شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. مسکو دا درک کړې چې اسلامي امارت د داعش خوارجو په ګډون د هرې بلې ترهګرې ډلې خلاف ده او په دې برخه کې له روسیې او سیمې سره اتحاد ته ژمنه ده. تېر کال د شانګهای د همکاریو په سازمان غونډه کې ولادیمیر پوتین ومنله چې اسلامي امارت یې د داعش خوارجو په ګډون د هرې ترهګرې ډلې په ځپنه کې ملګری هېواد دی.

ایا دا اقدام نور هېوادونه هڅولی او د ډيپلوماټیک تعامل جوګه کولی شي؟

پرته له شکه چې د مسکو له لوري دا ستر ګام د سیمې او ګاونډ نور هېوادونه هم د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې لا ډېر خوشبینه کولی شي او په ورته اقدام به لاس پورې کوي. یاده دې شي چې اسلامي امارت لا دمخه ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ ته تل ډاډ ورکړی چې دا هېواد د کوم چا په زیان نه دی او له ټولې نړۍ سره د اسلامي اصولو او دوه اړخیز درناوي په رڼا کې اړیکې غواړي. د اسلامي امارت مشرانو په ځلونو ویلي چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په تړاو د خیر ښېګڼې نیت لري او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې دې د نورو هېوادونو ګټې زیانمنې کړي او یا دې هم پرې تېری وکړي. افغان حکومت له نورو هېوادونو هم غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهنې لاس پر سر شي او خپلې دوه اړخیزې اړیکې د ګډ درناوي سیاست له مخې وپالي. اسلامي امارت تل د تفاهم او ډیپلوماسۍ لاره نیولې ده، خو له نورو سره په اړیکو او راشه درشه کې یو ګام هم له شریعت نه شاته‌کېدونکی دی. د لویو او اغېزمنو هېوادونو له لوري پر ورته اقداماتو لاس پورې کول منځنیو او نورو هېوادونو ته هم دا جرأت ورکوي چې دوی هم د تعامل په پار یو ګام را وړاندې شي.

مولوي ذبیح الله مجاهد هم دویچه ویله سره په خبرو کې ددې اقدام هرکلی کړی او په وینا یې روسیه د سیمې مهم هېواد او له افغانستان سره د باور وړ غوره اړیکې لري. داسې ښکاري چې روان زېږدیز کال به په ډیپلوماټيکه برخه کې د افغانستان لپاره له نورو لاسته راوړونو هم ډک وي. ډیپلوماټیکو برخو کې افغانستان له هر چا وړاندې شوی او نورو ته یې د تعامل بلنه ورکړې ده. د نړیوال کړکېچ ادارې هم منلې چې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د سیمې ګڼ هېوادونه په دې هڅه کې دي چې له اسلامي امارت سره راشه درشه زیاته کړي. دا اداره زیاتوي چې اوسمهال له کابل سره د منځنۍ، ختیځې او سویلي اسیا د هېوادونو تعامل په لوړ کچه کې دی. د منځنۍ اسیا سره پراخې اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړیکې، د اسیا د لویو اقتصادي هېوادونو په ګډون په ګڼو اسیايي او اروپایي هېوادونو کې د سفارتونو پرانیسته او فعال ډيپلوماټیک چارچلند او نورې یې غوره نمونې دي. په وروستیو کې د امریکایي پلاوي راتګ او له افغان حکومت سره یې د نویو اړیکو پیل او د بندیانو برخه کې پرمختګونه د اسلامي امارت پر بېساري بري دلالت کوي او ددې خبرې ثبوت ورکوي چې اسلامي امارت په واقعي معنا له ټولې نړۍ سره د غوره اړیکو غوښتنونکی دی، د هېوادونو ترمنځ تفکیک نه کوي او نه هم د یوه هېواد لپاره بل هېواد دوښمنولی شي.

شنونکی: عمر ناصح د امید راډیو د شننې څانګه

اړوند خبرونه