ډېر لوستل شوي

ملا حسن اخوند کابل ته له پاکستانه راغلي پلاوي سره وکتل

د اسلامي امارت رييس‌الوزراء ملا محمد حسن اخوند د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار سره کتلي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دې ناسته کې دواړو لوريو په ګډو ګټو سربېره د امنیت، سوداګرۍ او ترانزیټي همکاریو خبرې کړې دي. د نوموړي دغه راز ويلي، چې دواړو لوريو د دوامداره تعامل ژمنتیا ته په ټینګار سره هوکړه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره به د لوړپوړې کچې لیدنې دوام ومومي.

اړوند خبرونه