ډېر لوستل شوي

مولوي اميرخان متقي له اسحاق ډار سره د افغان کډوالو او ګډو همکاریو پر سر خبرې وکړې

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي له خپل پاکستاني سيال محمد اسحاق ډار او مل پلاوي سره کتلي دي.

د ياد وزارت د عامه اړيکو او د رسنيو دفتر رييس حافظ ضيا‌ءاحمد تکل وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو په پاکستان کې د افغان کډوالو په وضعيت سربېره، سياسي، اقتصادي، سوداګرۍ، ټرانزيټي، سترو پروژو او يو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې ښاغلي متقي دغه راز په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت او جبري وېستلو ژوره اندېښنه ښودلې او په دې هېواد کې يې د مېشتو او راتلونکو افغانانو د حقونو د ضايع‌کېدو په مخنيوي ټينګار کړی دی.

د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير افغانستان ته په سفر خوښي ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته اړيکو د ټنګښت په موخه يې ښاغلي اميرخان متقي ته رسمي بلنه ورکړې ده.

اړوند خبرونه