په امريکا کې سلګونه عيسويت ته اوښتي افغانان د دې هېواده له اېستلو ګواښ سره مخ شوي دي.
فکس نيوز په يوه راپور کې ويلي، په امريکا کې سلګونه افغان مېشتې چې په افغانستان کې د امريکا له اشغال پای ته رسېدو وروسته عيسويت ته اوښتي وو، اوس له دې هېواده د اېستلو له برخليک سره مخ دي. له هغه وروسته چې امریکا په افغانستان کې پوځي او سياسي ماتې وخوړه او اسلامي امارت واک ته ورسېد؛ نو ګڼ شمېر ملاتړي افغانان يې خپل هېواد ته ولېږدول.