ډېر لوستل شوي

د تهران نيوکه؛ واشنګټن دې د ضد او نقيضو دريځونو وضاحت ورکړي

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي وايي، امريکا بايد د خپلو د وروستيو ضد او نقيض دريځونو په تړاو وضاحت ورکړي.

بقايي د مهراباد په هوايي ډګر کې تېره ورځ خبريالانو ته ويلي، چې له امريکايي چارواکو يې په تېرو څو ورځو کې ضد او نقيض خبرې اورېدلې؛ نو امريکا بايد د موضوع روښانه کېدو په پار لومړی ګام پورته او خپل نيت او جديت په واضح توګه څرګند کړي. ايراني چارواکي دغه څرګندونې په داسې مهال کوي، چې د ايران د اټومي پروګرام په تړاو دواړه هېوادونه دويم پړاو خبرو ته داخلېږي.

اړوند خبرونه