د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عيسی ثاني تېره ورځ د سالنګونو لويې لارې له تونل او د ياد مسير په اوږدو کې له بشپړ شويو، پاتې برخو او د قراردادي شرکتونو د چمتووالي له بهير څخه ليدنه کړې ده.
د ياد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، چې ښاغلي ثانی د شرکتونو مسوولينو ته لارښوونه کړې، چې له پلان سره سم دې د پاتې برخو چارو ته پوره چمتووالي ونيسي او د هوا په برابرېدو سره دې کار پيل کړي.

