د پکتيکا د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (RHDO) مؤسسې په همکارۍ په پنځو ولسواليو کې ۳ زره او ۶۹۷ اړمنو کورنيو ته د خوراکي توکو مرسته وېشلې ده.
د ځايي مسوولينو په وينا، دغه مرسته د ياد ولايت په برمل، شکين، چهاربران، تروو او اومنه ولسواليو کې شوې دي. په يادو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو وړه ۵ لېټره غوړي او ۶ کيلو دال وېشل شوي دي.

