د میدان وردګو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست تر چتر لاندې د یوه خیریه بنسټ له لارې پر (۴۰۰) اړمنو، یتیمانو، کونډو، معلولینو، مستحقو او شهیدانو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د میدان وردګو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مولوي محمد نذیر ابو محمد ویلي چې دې مرستو کې هرې کورنۍ ته اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي توکي شامل وو.
د میدان وردګو د مقام رسنیز دفتر ویلي چې دې ولایت کې تر دې د مخه هم د بېلابېلو بنسټونو له لوري پر اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.

