د روسیې د بهرنيو استخباراتو رييس سرگئی ناریشکین د روانې اپرېل میاشتې په ۱۷مه او ۱۸ مه په بیکو کې د افغانستان په تړاو غونډه کې د لویدیځ له لوري د افغانستان بانک د شتمنیو پر کنګل کېدو نیوکه کړې ده.
نوموړي افغانستان په جيوپوليټيک لحاظ مهم ځای بللی او په بيارغونه کې يې پر مرستو هم ټينګار کړی دی.
د روسیې د بهرنيو استخباراتو رييس دغه راز زياته کړې، چې لويديځ هېوادونه په افغانستان کې د نا امنۍ په موخه د شته اسلامي نظام د مخالفينو ملاتړ کوي. سرگئی ناریشکین همدارنګه په افغانستان کې د بهرنیو زیان رسوونکو د لاسوهنو مخنیوی اړین بللی دی.