ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې پولیس راډيو خپل فعالیت پیلوي

د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی سره د کورنیو چارو وزارت د پولیس راډيو مسوولینو کتلي او دې ولایت کې یې د پولیس راډیو د فعالیت په تړاو خبرې اترې پیل کړي دي.

د پولیس راډيو مسوول ویلي چې پلان لري، د ننګرهار په امنیه قومندانۍ کې د پولیس راډیو یوه څانګه پرانیزي، چې د حکومت لاسته راوړنې به منعکسوي.

د ننګرهار د ولایت مرستيال مولوي عزيزالله مصطفی په دې ولايت کې د پوليس راډيو فعالېدل د حکومت او ولس ترمنځ د اړيکو پياوړتيا، د معلوماتو او لاسته راوړنو خپرول نيک اقدام ياد کړی او په ټولو قانوني چارو کې يې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

یاده دې شي چې پولیس راډیو په کورنیو چارو وزارت پورې اړوندیږي او د حکومت لاسته راوړنې تر ولسونو پورې رسوي.

اړوند خبرونه