ډېر لوستل شوي

په دهلي کې د څلور پوړیزې ودانۍ نړېدنه؛ څلور کسان پکې وژل شوي

د هند په شمال‌ختيځ دهلي کې د يو څلور پوړيزې ودانۍ د نړېدو له امله څلور کسان وژل شوي دي.

هندي چارواکي وايي، دا پېښه د شنبې په سهار د دهلي په مصطفی‌آباد سيمه کې رامنځته شوې، چې لا هم یو شمېر کسان د نړېدلې ودانۍ تر خاورو لاندې دي.

د دغو چارواکو په وينا، تر دې مهاله د ژغورنې ډله د ۱۲ کسانو په ژغورلو بريالۍ شوې او عمليات له هم دوام لري. تر دې دمه د دې پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل نه دی معلوم شوی.

اړوند خبرونه