د کانګو هیواد په یوه کښتۍ کې د اورلګېدو په سبب ۱۴۸ تنه وژل شوي او تر سلو ډېر کسان لا هم نادرکه دي.
راپورونه زیاتوي، په یاده کښتۍ کې ټول ۵۰۰ تنه سپاره وو چې د سفر پر مهال کښتۍ اور اخیستی.
د راپورونو له مخې، دې کښتۍ هغه وخت اور واخیست چې یو تن پکې پر پخلي بوخت و.
روغتیايي مسوولین زیاتوي چې لسګونه تنه یې ژغورلي، خو د زیاترو ټپیانو حالت نازک دی.