ډېر لوستل شوي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې؛ یمني ځواکونو دویمه بې پیلوټه الوتکه هم نسکوره کړه

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع ویلي، چې ځواکونو یې په پلازمېنې صنعا کې یوه بله امریکایي الوتکه هم وېشتې ده.

د نوموړي له قوله، دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دویمه او د روانې میاشتې په لړ کې شپږمه الوتکه ده، چې نسکوریږي.

جنرال سریع وړاندې زیاته کړې چې پر یمن د امریکا بریدونه به یې په ارادو کې توپیر رانه ولي.

هغه زیاته کړه، د یمن پوځ به تر هغه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، ترڅو چې پر غزې یرغل او محاصره پایته نه وي رسېدلې.

اړوند خبرونه