ډېر لوستل شوي

د افغانستان – قزاقستان اړیکو کې راټوکېدونکي فرصتونه» په نوم دوه اړخیزه علمي ناسته

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «د افغانستان – قزاقستان اړیکو کې راټوکېدونکي فرصتونه» په نوم د ګردي مېز په بڼه یوه علمي غونډه ترسره شوې ده.

دې علمي غونډه کې د قزاقستان هېواد د جمهوري ریاست د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ مشر دکتور یرکین توکوموف هم برخه اخیستې وه.

غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو ریاست مرستیال حکمت الله ځلاند ویلي، چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د شته فرصتونو پېژندل د اړیکو لا پراختیا او پیاوړتیا سره مرسته کوي. ښاغلي ځلاند د اسلامي امارت او قزاقستان د اړیکو د پرمختګونو او اهمیت په اړه زیاته کړې: قزاقستان د سیمې د هغو هېوادونو له جملې څخه دی چې په تېرو دریو کلونو کې یې له افغانستان سره د ځمکنیو واقعیتونو له مخې اړیکې پاللې دي. په دې موده کې دوه‌اړخیزه سوداګري زیاته شوې او اوسمهال کابو یو ملیارد ډالرو ته رسېدلې او ټاکل شوې چې دا کچه په راتلونکو کلونو کې درې ملیارده ډالرو ته ورسېږي. 

ورپسې د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس ولي الله شاهین په خپلو خبرو کې ویلي، چې قزاقستان د سیمې په کچه یو اغېزناک هېواد دی، چې تل یې په سیمه‌ییزو موضوعاتو کې سوله‌ییز رول لرلی دی. د نوموړي په وینا د اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرني سیاست دا زمینه برابره کړې چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې پام‌وړ فرصتونه او پرمختګونه رامنځته شي.

د قزاقستان د جمهوري ریاست د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ مشر دکتور یرکین توکوموف هم په خپلو خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د وروستیو کلونو پرمختګونو د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ګڼ فرصتونه زیږولي، چې تر ټولو مهم یې د دغه هېواد سرتاسري امنیت او د بیارغونې کارونو ته د زمینې برابرېدل دي. د هغه په وینا، همدا لامل دی چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ کچه په چټکۍ سره مخ پورته روانه ده. نوموړي د افغانستان او قزاقستان اوسنۍ اړیکې د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو نوی فصل وباله او زیاته یې کړه چې په نژدې راتلونکي کې به د قزاقستان ګڼ لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر وکړي او په بېلابېلو برخو کې به د پرمختګونو شاهدان وو. ښاغلي توکوموف وویل، د ملګرو ملتونو له لوري د مرکزي اسیا او افغانستان د پایدار پرمختګ مرکز هم، چې تازه د قزاقستان په الماتا کې پرانیستل شو، په راتلونکي کې تازه فرصتونو ته لاره برابروي. د یادولو وړ ده، چې په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د لسګونه کارکوونکو ترڅنګ په کابل کې د قزاقستان سفارت شارژدافیر او د هغه هېواد راغلي پلاوي نورو غړو هم برخه اخیستې وه.

اړوند خبرونه