د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له یو شمېر استازو سره کتلي دي.
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیر الله خیرخواه د یادې جرګې د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو د اورېدلو ترڅنګ ویلي چې د اسلامي امارت ټول مشران او مسوولین د هېواد د ابادۍ او پرمختګ او همدارنګه د هېوادوالو د هوساینې په پار شپه او ورځ هڅې کوي.
ښاغلي خیرخوا وړاندې زیاته کړې چې هېواد کې د اسلامي نظام په بیا واکمنېدو سره د افغانانو ترمنځ کرکې له منځه تللي.
د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې یوه استازي د خپلو فعالیتونو په تړاو مالومات وړاندې کړي او په وینا، یې دا جرګه د اسلامي امارت او نړیوالو سره اسانچارۍ ته کار کوي.
ددې جرګې یوه استازي په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او زیاته کړې یې ده چې په هېواد کې اسلامي نظام په ډېرو قربانیو واکمن شوی چې د ساتنې لپاره یې باید ډېرې هڅې وشي.
یاده دې شي چې دې جرګې ته د ستونزو او غوښتنو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی.

