پاکستان کې د غزې په ملاتړ د لاریونونو پرمهال امریکا ته پر منسوبو فاسټ فوډ پلورنیو د ډله ییزو بریدونو پر تور شاوخوا دوه سوه تنه نیول شوي دي.
دغه لاریونونه په غزه کې د اسرایللي اشغالګرو جګړې پر ضد او له اسرییلو څخه د امریکا د نږدې ملاتړ په مخالفت کې شوي دي.
ویل کیږي چې غزه کې د صهیونېستانو له ظلمونو سره سم پاکستان کې دغه پلورنځي د اسلامي ګوندونو د پلویانو له لوري په نښه کیږي.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې اسلامي هېوادونو کې هغه برانډونه په نښه کیږي چې اسراییلي او یا امریکایي شرکتونو ته منسوب وي.