د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د قزاقستان هیواد له سفیر ګزیزاکباسوف سره په خپل کاري دفتر کې کتلي او پر یو شمېر موضوعاتو یې خبرې اترې کړي دي.
په دې کتنه کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ملا محمدعیسی ثاني ګزیزاکباسوف ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي چې افغانستان او قزاقستان د لرغونې سوداګرۍ مخینه لري.
یاده ناسته کې سرپرست وزیر د وسپنې پټلۍ برخه کې افغان او قزاقستاني پانګوال پانګونې ته رابللي دي.
دغه ناسته کې دواړو لوریو افغانستان ته د سوداګریزو توکو پر لېږدولو او د افغانستان له لارې نورو هیوادونو ته د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د زیات والي او د قزاقستان هیواد ساختماني شرکتونو له لوري په افغانستان کې د زېربنایي پروژو په په تړاو هر اړخیزې خبرې اترې کړي دي.
د ټولګټو وزارت سرپرست زیاته کړې چې دا مهال د وسپنې پټلۍ برخه کې د زیات شمېر پروژو د ډیزاین او سروې چارې روانې دي او بهرنیو پانګوالو ته یاده برخه کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده.
په پای کې دواړو لورو پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو په برخه کې په دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار کړی دی. یاده دې شي چې قزاقستان او افغانستان اوسمهال غوره سوداګریزې او سیاسي اړیکې لري.