د العربیه شبکې د راپور له مخې، امریکا د صنعا په ختیځ کې د ناقم غره په لمنو کې د حوثیانو د وسلو ګڼ ګودامونه ویشتي دي.
دې خبري شبکې د خپلو سرچینو په مټ لیکلي چې دا بریدونه د حوثي مقاومتي ډلو پر ستراتیژیکو سیمو شوي دي.
په هغو ویډیوګانو کې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کیږي، له ګڼو سیمو لوګي پورته کیږي او خلک د اوروژنې د مخنیوي هلې ځلې کوي.
تر اوسه حوثي ځواکونو ددې بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.